IQNA

د قرآنی ټولنې  د ۱۴۰۴ نوروزي لیدو کتو کې د سید جواد حسینی  په زړه پورې تلاؤت

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی ټولنې  دنوروزي  نیکمرغه شپو ورځو د لیدوکتو لسمې دستورې  د وري د میاشتې  د ۱۸نیټې مازدیګر د قرآن کریم د یوشمیر مخکښانو،خادمانو،مدیرانو،استاذانو،قاریانو حافظانو  او فعالانو  په شتون سره او  د  ایکنانیوز قرآنی  نړیوال خبری آژانس  په همت سره  ددغې قرآني رسانۍ په ځای کې ترسره شوې.

ایکنانیوز  راپور راکوي،   په دغو په زړه پورې دستورو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  یوه نړیوال قاري  سید جواد حسیني  د  حشر سورې  له اتلسم تر ۲۴ پورې آیتونو  او د  شمس سورې له یولومړي  تر لسم آیت پورې  په زړه پورې تلاؤت  وړاندې کړ چې تود هرکلی ئې  وشو او وستایل شو.

 

 

 

https://iqna.ir/en/news/3492620